په کابل کې له يکشنبې راهیسې ١٧ کسان وژل شوي او ٦١ ټپیان دي

کابل کې د بمي چاودنې وروسته د سيمې انځور - December 22, 2020

په کابل کې له یکشنبې راهیسې ۱۷ تنه په بمي او هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۶۱ کسان ټپيان دي.

نن چهارشنبه سهار په نږدې اوه بجو د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د پولیسو په یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنې یو پولیس وژلی او بل یې ټپی کړی دی.

پېښه سهار نږدې اوه بجې شوې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز دا پېښه رسنیو ته تایید کړې.

دا په کابل کې د نن سهار دویمه امنیتي پېښه ده.

د کابل د پولیسو د ویاند فردوس فرامرز په خبره د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید نږدې نهه بجې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو او موټر چلوونکی یې ټپی شو.

سه شنبه هم د څرخي پله د زندان د موظفو ډاکترانو پر یوه موټر په اوومه ناحیه کې بمي برید څلور ډاکتران ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

دوشنبه په پغمان کې یوې چاودنې یو ملکی وواژه او په سهار یې په دولسمه حوزه کې بمي چاودنې یو پولیس او یو ملکی کس ټپیان کړل.

یکشنبه بیا د پارلمان غړی خان محمد وردک د یوه موټر بم برید هدف وګرځېد.

په هغه موټر بم برید کې لس تنه ووژل شول او د خان محمد په په شمول ۵۲ تنه ټپيان شول.