جواد ظریف وايي، لا هم زرګونه افغانان په سوریه کې جنګېږي

Your browser doesn’t support HTML5

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تاییدوي چې زرګونه افغانان د فاطمیون قول اردو په چوکاټ کې په سوریه کې جنګېږي. فاطمیون قول اردو د ایران د سپاه پاسداران څانګه ده. په دې راپور کې له طلوع نیوز سره د ایران د باندنیو چارو وزیر خبرو ته کتنه شوې ده.