د امریکا کانګرس د یوې سترې مالي بودیجې لایحه تصویب کړه

د امریکا د کانګرس ودانۍ

د امریکا د متحد ایالتونو کانګرس د هغې سترې مالي بودیجې لایحه تصویب کړه چې په کې د کرونا ویروس له امله د حکومتي ادارو تمویل او د مالیو کمېدل شامل دي.

د امریکا استازیو جرګې او سنا دا بودیجه ډېره ژر تصویب کړه او د توشیح لپاره یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفتر ته واستوله.

په دې بودیجه کې نهه سوه میلیارده ډالر اقتصادي مرسته له خلکو او شغلونو سره شامله ده او یو اعشاریه څلور تریلیون ډالره په دوه زره یو ویشتم کال کې د دولت د ادارو تمویل ته ځانګړې شوي دي.