پاکستانيو ځواکونو د "پي ټي ايم" بل غړى هم ونيوه

خوست کې د علي وزیر د خوشې کېدو او د پي ټي ايم په ملاتړ د لاريون انځور

د پاکستان پولیسو په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل غړی ونیوه.

دغه غورځنګ د پښتنو د حقونو لپاره په داسې حال کې مبارزه کوي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا ورباندې فشارونه زیات شوي دي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا (PTM) یوه غړي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، محمد شېر مسید د یکشنبې ناوخته هغه وخت ونیول شو، چې لومړی یې په کراچۍ کې پر کور چاپه ووهل شوه.

یوه پولیس د نوم نه ښوولو په شرط د مسید نیول کېدل تایید کړل، خو پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه یې څه ونه ویل.

تر دې مخکې د (PTM) بل مخکښ فعال او د ملي اسمبلۍ غړی علي وزیر په پېښور کې د پولیسو له خوا ونیول شو او بیا د سند ایالت پولیسو ته وسپارل شو.

وزیر تېره شنبه په کراچۍ کې د ټروریزم ضد محکمې ته وړاندې شو او قاضي نوموړی د پلټنو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره.