د هندي کروندګرو وروستى اعتراض د فيستيوال بڼه غوره کړې

د هندي کروندګرو د اعتراضیه غونډې يوه څنډه

د هندي کروندګرو هغه اعتراض چې د کرنې په اړه د حکومت د نویو قوانیونو پر وړاندې یې نوي ډیلي ته غځېدلې لارې له نږدې یوې میاشتې راهیسې بندې کړې، د یوه فیستیوال بڼه غوره کړې ده.

د کروندګرو له خوا په درول شویو خیمو کې له سندرو نیولې، د خوړو بویونه هره خوا تیت دي او داسې انګېرل کېږي، چې کوم فیستیوال روان دی.

دغو معترضو کروندګر چې شمیریې لسګونو زرو ته رسیږي او اکثره یې د هند د شمالي ایالتونو استوګن دي، د تیرې نومبرمیاشتې په نیمايي کې د نوي ډیلي پرلور په موټرو کې اعتراض پیل کړ خو د پولیسو له خوا یې په لاره کې مخه ونیول شوه. دغه کروندګر ویریږي چې دغه نوي قوانین به چې له مخې یې دوی باید خپل محصولات په ټیټه بیه پردولتي کمپنیو وپلوري، له اقتصادي پلوه به د لویو کمپنیو له خوا له نیستي سره مخامخ شي.

د کروندګروله دغه اعتراض سره د ډېرو نورو شغلونو کاروباریان هم یوځای شوي دي. یوهم د غاښونو ډاکټرسوني اهلووالیا دی چې د غاښونو د ایکسرې پرماشین او دوو څوکیو سمبال میني بوس یې له خپل کوره دونیم سوه کیلومتره لیرې دغه اعتراض ته راوستی.

نوموړي فرانسپرس آژانس ته ویلي چې که موږ اوس ډاکټران یو د همدغو کروندګرو اولادونه یو.

نوموړی په ورځ کې د نژدې سلو تنو وړیا درملنه کوي.