اروپايي ټولنه د "کوېډ١٩" د نوې بڼې پر وړاندې همغږې هڅې کوي

آرشیف

د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو استازي نن پر دې خبرې کوي چې د کرونا ویروس د هغې نوې بڼې پر وړاندې چې د بریتانیا په مختلفو سیمو کې خپور شوی اوله مخکیني هغه ژر سرایت کوي، پر وړاندې څه ډول همغږی اقدام وکړي.

د ويروس دغې نوې بڼې ډېر اروپایي هېوادونه او یو شمېر نور اړ کړي، چې بریتانیا ته په تلونکو او راتلونکو الوتنو بندیز ولګوي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن به هم نن د خپل حکومت د بېړنیو حالاتو د کمېټې د غونډې مشري وکړي او په هغې کې به وروستی وضعیت وارزوي.

ساینسپوهان وایي، چې د کرونا ویروس دغه نوې بڼه د اصل ويروس په نسبت په سلو کې اویا ژر سرایت کوي.