د رولا غني وروستیو څرګندونو ته د ولسي جرګې غبرګون: لومړۍ مېرمن دې بخښنه وغواړي

د افغانستان د ولسي جرګې تالار

د افغانستان ولسي جرګې د لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني په وروستیو څرګندونو سخت غبرګون وښود.

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په غونډه وکیلانو غوښتنه وکړه چې باید مېرمن غني خپله دغه ادعا ثابته کړي او که ثابته‌یې نه‌کړه د جرګې له غړو دې بخښنه وغواړي.

د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۰۱» په ازاد بحث کې د وکیلانو خبرې تر ډېره په همدې موضوع راټولې وې.

تر ازاد بحث او په دې اړه د وکیلانو تر څرګندونو وروسته د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم وویل چې مېرمن غني د مقننه قوي توهین کړی او دوی دا اجازه چاته نه‌ورکوي.

میر رحمان رحماني

د ښاغلي رحماني په خبره، هر وکیل نوماند وزیرانو ته د رد یا تأييد رايې ورکولو حق لري او دا حق ترې څوک نه‌شي اخیستلی.

ښاغلي رحماني زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې د هېواد لومړۍ مېرمنې د هېواد مقننه قوې ته سپکاوی کړی دی. تر اوسه پورې په هېڅ سند کې د نوموړې ادارې (لومړۍ مېرمنې دفتر) حقوقي هویت نه‌دی مشخص شوی، نو ځکه ولسي جرګه اجازه نه‌ورکوي چې غیر مسؤله کسان د خلکو استازو ارادې ته سپکاوی وکړي."

د ولسي جرګې غړو ګواښ وکړ چې د راتلونکي لمریز کال په مالي بودجه کې به د لومړۍ مېرمنې د دفتر مالي امتیازات تصویب نه‌کړي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني د تېرې پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د ولسي جرګې له‌خوا د پوهنې او ښځو چارو وزارتونو د نوماند وزیرانو د ردېدو په غبرګون کې تور پورې کړی و چې ولسي جرګه د پېر او پلور په میدان بدله شوې ده.

لومړۍ مېرمن وايي: "له بده مرغه کله چې وکیلان نوماند وزیرانو ته د رایو د ورکولو لپاره راټول شول، دوی د ډېرې ټیټې سویې چلند وکړ، ولسي جرګه باید احترامانه خبرې وکړي او موضوع درک کړي، خو هغه (ولسي جرګه) د پلور او پېر په یو میدان بدله شوې ده."


مېرمن غني په دې ځانګړې مرکه کې دغه‌شان ویلي و، که ولسي جرګه وغواړي او که ونه‌غواړي د ولسي جرګې له لوري د پوهنې او ښځو چارو وزارتونو ته رد شوې نوماند وزیرانې به خپل کار ته دوام ورکړي.

خو د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه د جرګې رئیس میر رحمان رحماني وویل چې رد شوي نوماند وزیران د قانون له مخې د کار کولو حق نه‌لري او باید جمهوري ریاست ډېر ژر د یادو نوماند وزیرانو پر ځای نور وړ کسان جرګې ته معرفي کړي.

د یادونې ده چې مخکې له دې هم په نوې او تېرو تفنیني دورو کې پر ولسي جرګې ورته تورونه پورې شوي، خو ولسي جرګې بیا په تېره کې هم دا تورونه رد کړي دي.

ولسي جرګې نږدې یوه میاشت وړاندې د ۲۵ نوماند وزیرانو له ډلې له ۲۰ زیاتو ته د باور رایه ورکړه.