په ننګرهار کې معترضانو د "پي ټي ايم" د يو مشر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

په ننګرهار کې د معترضانو انځور

په ننګرهار لسګونه کسانو په یوه اعتراضیه غونډه کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنک د یو مشر علي وزیر نیول کېدل وغندل.

هغوى غوښتنه وکړه، چې د پاکستان حکومت دې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی مشر علي وزیر خوشې کړي.

دوی د پاکستان پر حکومت تور پورې کاوه چې د ډیورنډ کرښې اغاړه وسله وال او سخت دریځې ډلې پالي او هغه ولسي او مدني حرکتونه ځپي، چې د دې چارې پر ضد غږ پورته کوي.

د دې اعتراضي غونډې یو برخه وال شریف الله ناصري وایي، د پاکستان د پارلمان د یو منتخب غړي دا ډول نیول د ډیموکراسۍ ضد کړنه ده.

په ننګرهار کې د یکشنبې د ورځې اعتراضیه غونډه په پاکستان او افغانستان کې د هغو اعتراضونو په لړ کې ده چې د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د علي وزیر د نیول کېدو په غبرګون کې رابللي دي.

تر دې مخکې په تېرو درې ورځو کې د پاکستان پر ګڼو ښارونو سربېره، افغانستان کې کابل، خوست، کندهار، ګردیز او ښرنه کې هم د علي وزیر په نیول کیدو اعتراضي غونډې او لاریونونه شوي، چې په کې له پاکستاني چارواکو د پښتون ژغورنې د غورځنګ ددې مخکښ مشر او د پاکستان د مرکزي پارلمان د غړي د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

د شنبې په ورځ د پاکستان کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې پولیسو ته اجازه ورکړې چې علي وزیر د ډسمبر تر دېرشمې نېټې په توقیف کې وساتي.