عبدالله عبدالله تاجکستان ته ځي

عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر سبا دوشنبې تاجکستان ته ځي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي چې دغه سفر د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع او د همکاریو د پیاوړتیا د راجلبولو په هدف ترسره کېږي.

ټاکل شوې، چې ښاغلی عبدالله به په دې سفرکې د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمن، د دې هېواد له صدراعظم، د بهرنیو چارو له وزیراو يو شمېر نورو جګپوړیو چارواکو سره وګوري.