جو بایډن د انرژۍ او چاپېریال لپاره خپل ټیمونه څرګند کړل

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د انرژۍ او چاپېریال لپاره خپل ټیمونه څرګند کړل، ویې‌ویل چې دا ټیمونه به د اقلیم لپاره موجود ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره د ده د حکومت د لوی پلان برخه وي.

بایډن د ډیلاوېر ایالت په مرکز ویلمینګټن کې یوې غونډې ته وویل، اقلیمي بدلون او چاپېریالي مسئلې به د ده په حکومت کې مرکزي ځای ولري.

ده خلکو ته په خطاب کې وویل، هماغه راز چې باید د کرونا په وړاندې ځواب ته یو موټی واوسي د اقلیمي بدلون په وړاندې ځواب ته هم یووالی په‌کار دی.

بایډن ویلي چې د امریکا متحده ایالات به بېرته د اقلیم په اړه د پاریس تړون ته وروګرځي.