ټرمپ: دا احتمال هم شته چې پر امریکا وروستۍ سایبري حمله د چین کار وي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر په متحده ایالاتو کې وروستی سایبري برید او د هغه اغېز کم اهمیته وباله، خو په دې اړه‌یې شکونه پیدا کړل چې روسیه د دې برید تر شا ده او که نه.

ډونالد ټرمپ پرون پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل "په جعلي رسنیو کې سایبري هک کول، تر ډېره له واقعیته لیرې وي".

هغه لیکلي، هره پېښه چې کېږي اول په‌کې د روسیې یادونه کېږي، خو په خبره‌یې دا احتمال هم شته چې د چین کار وي.

د ټرمپ دا خبرې چې ګواکې چین دې د دغه سایبري برید تر شا وي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو او یو شمېر امریکایي قانون جوړوونکو له څرګندونو سره په مخالفت کې دي.

پومپیو د ډسمبر په ۱۸مه یوه مرکه کې وویل، "په وضاحت سره کولای شم ووایم چې دې فعالیت کې روسان لاس لري".

کرملېن دې سایبري برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.