بلخ کې چاودنې او پکتیا کې وسله‌والې حملې ۷ تنه وژلي

ارشیف

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ۴ ملکیان د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چاودنه پرون ماښام د بلخ ولسوالۍ پر لویه لاره د یوه خښ شوي ماین له کبله شوې.

ارین وایي، ماین هغه مهال وچاودېد چې د ملکیانو کرولا موټر پرې وخوت.

په یوه بل امنیتي خبر کې په ګردېز کې د نامعلومه کسانو په ډزو کې یوه مېرمن او دوه نارینه وژل شوي دي.

د پکتیا د پولیسو ویاند حیات‌الله نظامي وایي، وسله‌والو تېر ماښام لومړی د وژل شویو کسانو له موټر سره خپل موټر جنګولی او بیا یې ډزې پرې کړې دي.

ښاغلی نظامي وايي: "د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د مهلن په سیمه کې د کرولا او ټوډي موټر ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته کېږي، په ټوډي موټر کې سپاره وسله‌وال وروسته په کرولا موټر ډزې کوي چې یوه ښځه او دوه نارینه په‌کې وژل کېږي، د وژل شویو هویت لا معلوم نه‌دی."

د دواړو پېښو مسؤلیت لا کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.