د پوهنې وزارت: د یونېسف او طالبانو په نوې هوکړه کې شامل نه‌یو

د افغانستان پوهنې وزارت

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، دوی د څلور زره ټولګیو د جوړولو په برخه کې د یونېسف او طالبانو په نوې هوکړه کې شامل نه‌دي.

د دغې هوکړې خبره په کابل کې د یونېسف چارواکو ازادي راډیو ته وکړه او ویې‌ویل په دې هدف‌یې دوه کاله له طالبانو سره خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف وایي، دا څلور زره ټولګي (چې ښوونځي نه‌دي) هغو سیمو کې جوړېږي چې ماشومان په‌کې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وایي، دوی تړون کې شامل نه‌دي، خو په خبره‌یې له یونېسف سره د یوې جلا برنامې له مخې دغه ټولګي څاري.

اغلې ارین زیاتوي: "موږ له یونېسف سره درې کلن کاري پلان لرو، غواړو هغو سیمو کې چې موږ ښوونځي نه‌لرو، محلي صنفونه جوړ کړو، دا صنفونه د پوهنې وزارت تر نظارت لاندې دي، نصاب هم د پوهنې وزارت هلته تطبیقېږي او ښوونکي هم موږ ورته ګمارو."

طالبانو هم تر اوسه د دوی او یونېسف ترمنځ د شوې هوکړې په اړه څه نه‌دي ویلي.