د بګرام هوايي ډګر  په شااوخوا کې ۱۰ توغندي لګېدلي

بګرام هوايي ډګر ته څېرمه سیمه

د پروان ولایت د بګرام هوايي ډګر په شا او خوا کې څو توغندي لګېدلي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي، ازادي راډیو ته وویل، پر دغه ډګر نن شنبه (د لېندۍ ۲۹مه) لس توغندي توغول شوي چې د ډګر په شا او خوا کې لګېدلي دي.

ولسوال وايي، په پېښه کې چا ته مالي یا ځاني زیان نه دی اوښتی.

د بګرام ولسوال وايي، امنیتي ځواکونو ته څلور نور ناکارول شوي توغندي په لاس ورغلي چې شنډ کړي یې دي.

بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه ګڼل کېږي.

چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.