کندهار چارواکي: ۴ ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۳۰ طالبان وژل شوي

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه، په هلمند کې د عملیاتو پر مهال

د کندهار د والي ویاند ادعا کوي چې په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ او ډنډ ولسوالیو کې د ګډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې تر ۳۰ زیات مخالف وسله وال وژل شوي دي.

احمد بهیر احمدي نن شنبه (د لېندۍ ۲۹مه) رسنیو ته وویل، دغه پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوي دي:

دی وايي: "د دغو عملیاتو پر مهال د مخالفانو ۳۱ ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي. په عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو ځینې پټنځایونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي."

وسله والو طالبانو بیا پرون ادعا کړې چې په کندهار کې د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ هم ورته ادعا کړې وه، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند هغه ادعا رد کړې وه.