هلمند کې د پیوند مدني ټولنه: د داعي 'واقعي' قاتلان دې محاکمه شي

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

په هلمند کې یوې مدني ټولنې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د «واقعي» قاتلانو د محاکمې غوښتنه وکړه.

په لښکرګاه کې د پیوند مدني ټولنې مشر، برکت الله سرشار ازادي راډیو ته وویل، په دې قضیه کې د یوه مشکوک کس د نیول کېدو موضوع هم د قناعت وړ نه ده.

ښاغلي سرشار ازادي راډیو وویل: "موږ ته قناعت نه دی راکړل شوی چې دغه کسان دې د اصلي قضیې عاملان وي. موږ پر دې بسنه نه کوو. حکومت یو وار اعلان وکړ چې په دې اړه یو طالب قوماندان نیول شوی. بل وار د ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینه پال ویلي و چې یوه شبکه پېژندل شوې چې د داعي په قتل کې لاس لري او د درېیم وار لپاره، داسې کس نیول شوی چې فکر کوم خبرې په خوله ورکول شوي دي."

تردې مخکې په هلمند کې د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې هم د نیول شوي مشکوک کس په اړه اندېښنه ښوولې وه چې ښايي «واقعي» قاتل نه وي.

د کورنیو چارو وزارت د ډسمبر میاشتې پر لسمه د یوه مشکوک کس د اعترافاتو ویډیو خپره کړه چې وايي، د بل کس په مرسته یې دا حمله پلان کړې وه.

محمد الیاس داعي د نوومبر پر ۱۲ مه په لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.