پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر د نیول کېدو پرضد د جمعې په ورځ د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې لاریونونه وکړل.
د غورځنګ مشر منظور پښتین د خپل فیسبوک له لارې د دغو لاریونونو د پيل غږ پورته کړی و.
هغه له خپلو ملاتړیو او پلویانو غوښتي ول چې په پاکستان او له هېواده بهر په هر ځای کې چې شونې وي، د وزیر د نیولو ضد غږ پورته کړي.
د پېښور پولیسو د ډسېمبر پر ۱۶مه وویل چې وزیر یې د سند پولیسو په غوښتنه نیولی.
د سند پولیس وايي، پر نوموړي د ډسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست ضد ویناګانو تور پورې شوی و.
غورځنګ دا تور ردوي او وايي، د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.
د علي وزیر د نیولو پرضد د احتجاجي لړیو پیل د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې له چمن ښارګوټي وشو، همدغسې د صوبې په مرکز کوټه کې د پي ټي اېم پلویانو لاریون وکړ.
د خېبر پښتونخوا سېلانۍ سیمې سوات په مېنګوره کې او د دې ترڅنګ په مردان کې هم اعتراضي لاریونونه شوي دي.
د افغانستان په لویو ښارونو کابل، خوست او کندهار کې هم د پي ټي ایم د لاریونونو په ملاتړ خلکو لاریونونه وکړل.