د پاکستان صدراعظم افغانستان کې د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

د پاکستان صدراعظم له طالب پلاوي سره

د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې تشدد کم کړي څو اوربند ته لاره اواره شي.

عمران خان نن- جمعه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوی سره په کتنه کې د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګ او راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوی له درېیو ورځې راهیسې په پاکستان کې و. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وايي، له عمران خان سره کتنه به د طالبانو د پلاوي وروستۍ وي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یو بیان کې وايي، ښاغلي عمران په افغانستان کې د سولې د هغو مخالفانو په اړه هم خبرداری ورکړ چې د ده په وینا د سولې د بهیر د تخریب هڅو ته دوام ورکوي.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دې پلاوي ته ویلي و چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي، خو نور اړخونه هم د ده په وینا باید په دې کې کار کې ونډه واخلي.