بایډن دیب هالاند د امریکا د کورنیو چارو د وزیرې په توګه نومولی

دیب هالاند

د متحدوایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن د استازو جرګې غړې دیب هالاند چې د امریکا له بومي یا اصلي اوسېدونکو څخه ده، د کورنیو چارو د وزیرې په توګه نومولی دی.

دا تاریخي اقدام به د امریکا په کابینه کې توکمیزه تنوع نوره هم زیاته کړي.

که ډیموکراته مېرمن هالانډ د کورنیو چارو د وزیرې په توګه تایید شي نو دا به د کابینې لومړنۍ بومي وزیره وي.