له برېکزیت وروسته مسایلو په اړه په بحثونه نن هم دوام وکړي

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له رئیسې اورزولا فن در لاین سره

تمه ده چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو یا برېکزیت د وروسته مسایلو په اړه په بروکسل کې بحثونه نن بیا هم دوام وکړي.

دواړه لوري مني چې په دې برخه کې اختلافونه پرځای پاتې دي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیرلین پرون د ډسمبر په ۱۷مه د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره له ټیلیفوني خبرو وروسته خبرداری ورکړ چې د دې اختلافونو له منځه وړل به ستونزمن کار وي، خو مېرمن وان دیرلین په عین حال کې په ډېرو برخه کې د اساسي پرمختګونو هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو د بهیر د بشپړېدو نېټې ته یوازې دوه اوونۍ پاتې دي او د دې مهلت له پای ته رسېدو وروسته به بریتانیا د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ د اصولو په رعایت مکلفه نه وي.

د بریتانیا خلکو نژدې څلورنیم کاله مخکې له اروپايي ټولنې د خپل هېواد وتلو ته رایې ورکړې.