صالح: حکومت هېڅکله د امریکايي ځواکونو د پاتېدو غوښتنه نه ده کړې

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې افغان حکومت هېڅکله په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه نه ده کړې.

ښاغلي صالح چې پرون پنجشنبې له ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره کندهار ته د سفر پر مهال وینا کوله، په تېرو څو کلونو کې له یو نیم سل زرو څخه څلور زرو ته د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمېدو او د افغان ځواکونو له خوا د ټولو پوځي عملیاتو د مشرۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې ملي ځواکونه اوس تر ډېره پر ځان بسیا شوي دي.

ښاغلي صالح زیاته کړه: "د ټولو عملیاتو شپږنوي سلنه د افغان سرتېرو له خوا کېږي. پیلوټان زموږ خپل دي، کومانډو زموږ خپل دي، تعلیمات زموږ خپل دي او د قواو د لګښتونو یوه برخه هم موږ خپله ورکوو."

د امریکا او طالبانو د سولې له موافقې سره سم ټول بهرني ځواکونه د فبروري په ۲۹مه نېټه د دې موافقې له لاسلیکېدو وروسته په ۱۴ میاشتو کې باید له افغانستانه ووځي.