سرچینه: د افغانستان په تودو ولایتونو کې د کوکنارو کښت تازه پيل شوی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د روان لمریز کال په څلورم فصل کې د افغانستان په ډېری تودو يا ګرمسيرو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت لپاره چمتووالی پيل شوی او څو ورځې وروسته به يې عملي کښت پيل شي.

په دې اړه د افغان حکومت سرچينو ازادي راډيو ته وويل، حکومت اراده لري چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د کوکنارو د اړولو عمليات پراخ کړي او د دې عملیاتو لپاره يې پلان هم چمتو کړی دی.

د دې دولتي سرچينې په وينا، په پام کې ده چې دا پلان د افغانستان په تودو ولايتونو کې عملي شي، دا هغه ولایتونه دي چې همدا اوس کوکنار په کې کرل کېږي او د وري په میاشت کې يې تارياک راټول شي.

حکومت په ټول افغانستان کې يوازې تر زر هکټاره لږه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه کړې

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې پلان د جزئياتو په اړه د کورنيو چارو وزارت نظر واخلي، خو د پرله پسې اړيکو سره سره بیا هم د دې وزرات وياند مرکې ته حاضر نه شو.

څو ورځې وروسته ۲۰۲۰ ميلادي کال پای ته رسېږي، خو حکومت په ټول افغانستان کې يوازې تر زر هکټاره لږه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې او سږکال تر دې مهاله د کوکنارو د کښت او تارياکو د توليد په اړه کومه سروې هم نه ده خپره شوې.

د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسيون غړی هاشم الکوزی هم د کورنیو چارو وزارت له خوا د کوکنارو د اړولو پلان تائيدوي.

ښاغلی الکوزی وايي، د افغانستان په ۳۰ ولايتونو، په تېره بیا د افغانستان په تودو يا ګرمسيره ولايتونو کې د کوکنارو د اړولو پلان چندان بريالی نه دی.

د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسيون غړی هاشم الکوزی

دی وايي: "د کورنيو چارو وزارت چې کوم پلان جوړ کړی، د دې پلان له مخې به د افغانستان په لسو ولايتونو کې د کوکنارو کښتونه اړول کېږي، خو د دې پلان پر وړاندې لويه ستونزه جګړه ده، همدا اوس د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې سخته جګړه روانه ده، زه فکر نه کوم چې دا پلان دې عملي شي او د کوکنارو کښتونه دې واړول شي، له بلې خوا بايد بزګرو ته هم زیان و نه رسېږي، باید د هغوی کښتونه په زور او جبر تخريب نه شي، بلکې د بديل کښت له لارې د هغوی قناعت حاصل کړل شي."

د افغانستان حکومت و نه شوای کولای چې د روان لمریز کال په لومړيو کې د کوکنارو د کښت اړولو لپاره یو جامع پلان جوړ کړي او دليل يې د کافي بودجې نشتوالی بولي، خو د کورنيو چارو وزارت بیا وايي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي پولیس له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راپور

راپور: مرسلین ارسلا