ارزګان چارواکي: دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د ارزګان ولایت

د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۷مه) ناوخته ازادي راډيوته وویل چې یاد وسله وال طالبان د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو پرمهال وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، ولسوالۍ ته اضافي سرتیری هم رسیدلي دي او هلته اوس امنیتي وضعیت کنټرول شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.