اترا ادارې د 'پاب جي' انټرنیټي لوبې د بندولو پرېکړه وکړه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې دغه هېواد کې د پاب جي ( PubG) انټرنیټې ګېم د بندولو پریکړه وکړه.

اترا نن پنجشنه (د لېندۍ ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه پریکړه ېې له ولسي جرګې، حج او اوقافو وزارت او ګڼ شمېر نور ښکېلو اړخونو سره د مشورې له مخې کړې.

دوی د خپلې دې پریکړې لامل نه دی څرګند کړی، خو ویلي یي دي چې د پاب جي په ګډون یو شمېر ګېمونه یا انټرنیټي لوبې د کاروونکو په ځانګړې ځوانانو او ماشومانو په ذهن بد اغیز کوي او باید مخه یې ونیول شي.

له دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو او یو شمېر دیني علماو ویلي، پاب جي ګیم کې د اسلام خلاف ځینې صحنې شته.

د ولسي جرګې ځینو غړو له دې وړاندې له مخابراتو وزارته غوښتي و چې دغه ګېم بند کړي.