کرونا؛ امریکا کې د قربانیانو شمېر نوې کچې ته ورسېد، د واکسین چارې ښه پر مخ ځي

امریکا کې یو روغتون چېرته په کرونا اخته ناروغانو درملنه کیږي

د امریکا په متحد ایالتونو کې د کووېډ- نولس ناروغۍ د قربانیانو شمېر د چهارشنبې په ورځ یوې نوې لوړې کچې ته ورسېد او روغتیایي چارواکو وویل چې د کرونا ویروس د واکسین د پيلېدو چارې په سمه روانې دي.

  • امریکا

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې چې چهارشنبې (د لېندۍ ۲۷مه) خپرې شوې، د امریکا په متحد ایالتونو کې د کرونا له امله د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د قربانیانو شمېر ۳۷۰۰ ته ورسېد او د کرونا نوې مثبتې پېښې تر دوه لکه پنځوس زرو واوښتې.

د دې پېښو له پنځو یوه برخه په کالفورنیا کې دي چې روغتونونه د بیروبار له امله له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د امریکا په متحد ایالتونو کې د کرونا له امله د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د قربانیانو شمېر ۳۷۰۰ ته ورسېد

دا اوومه ورځ ده چې په پرله پسې ډول د کرونا تلفات په متحد ایالتونو کې په زیاتېدو دي چې په اوسط ډول هره ورځ تر دوه نیم زره د ډېرو کسانو ژوند اخلي.

د بستر شوېو کسانو شمېره بیا ۱۹ ورځې وشوې چې په زیاتېدو دي او متخصصین خبرداری ورکوي چې د تلفاتو شمېرې به په راتلونکو اونیو کې لوړې وي. البته د واکسین ورکړه به هم په راتلونکو اونیو کې پسې زیات شي.

په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د کووېډ- نولس ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي.

  • جنوبي کوریا

جنوبي کوریا خبر ورکړ چې نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۷مه) په کې د کرونا د قربانیانو د تلفاتو شمېره تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

  • جاپان

جاپان بیا نن وویل چې په پلازمېنه توکیو کې روغتیایي سیستم تر سخت فشار لاندې دی.

  • توکیو کې روغتیایي سیستم تر سخت فشار لاندې دی.

    سویډن

سویډن بیا د کرونا وبا د دوهمې څپې له امله په تیره یوه اوونۍ کې تر ۵۰۰ د ډېرو تلفاتو خبر ورکوي.

  • جرمني

جرمني پرون د نهه سوه دوه پنځوس نویو تلفاتو خبر ورکړ.

ټاکل شوې ده چې نن د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل د ویډیو کنفرانس له لارې د جرمني د بایونتیک کمپنۍ له مشرانو سره خبرې وکړي، دې کمپنۍ د امریکا له فایزر کمپنۍ سره په ګډه د کرونا واکسین جوړ کړی دی.

تمه ده چې جرمني سر له نوې اوونۍ دا واکسین په خپله خاوره کې پيل کړي.

د اروپا د دوا موسسې ویلي دي چې د فایزر-بایونتیک کمپنۍ د واکسین لپاره به د ډسمبر په ۲۱مه شین څراغ بل کړي، پخوا داسې ویل کېدل چې تر دې به اته ورځې وروسته اروپایي ټولنه پریکړه کوي چې دې واکسین ته اجازه ورکړي چې د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې تطبیق شي.

د کرونا واکسین چې دوه ځله باید وشي په بریتانیا، د امریکا په متحد ایالتونو او کاناډا کې خلکو ته ورکول کیږي.

د نظر پوښتنو له مخې یو شمېر امریکایان د دې واکسین په اړه دوه زړي دي.

تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن واکسین ترلاسه کړي، ده ویلي دي چې دی به علني د خلکو مخکې واکسین وکړي چې امریکایان دې واکسین ته وهڅول شي.

بایډن اته اویا کلن دی او کرونا ویروس د زړو لپاره ډېر خطرناکه دی.