په لومړي ځل اسپانیا کې زمریان په کرونا اخته شول 

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې پیشو، سپی او یو شمیر نور حیوانات په کرونا ویروس اخته شوي دي، خو د لومړي ځل لپاره په اسپانیا کې زمریان کوویډ- نولس ناروغۍ ونیول.

د اسپانیا د بارسلونا په ژوبڼ کې څلور زمریان چې د نوومبر په میاشت کې په کوویډ- نولس ناروغۍ اخته شوي وو، ښه شوي دي.

ژوبڼ په یوه بیان کې ویلي چې درې یې زمرۍ دي چې له درېیو تر ۱۶ کلونو پورې عمر لري او یو یې زمری دی چې څلور کلن دی.

په دې بیان کې راغلي چې دې زمریانو تېره میاشت د ساه لنډۍ نښې لرلې، بیا ډاکټرانو د دې څارویو درملنه داسې وکړه، لکه دوی چې په انفلونزا اخته وي.

د فرانس پرېس اژانس په وینا د بارسلونا ژوبڼ په ورته وخت کې په نیویارک کې د برونکس ژوبڼ د څارویو له ډاکټرانو سره اړیکې ونیولې او د هغوی له تجربو یې ګټه واخېسته.

د بارسلونا په ژوبڼ کې څلور زمریان چې د نوومبر په میاشت کې په کوویډ- نولس ناروغۍ اخته شوي وو، ښه شوي دي.

د اپریل په میاشت کې د برونکس ژوبڼ یو پړانګ په کرونا اخته شوی و.

تر اوسه منک یوازینی حیوان دی چې ویل کېږي له دې حیوانه انسان ته کرونا لېږدي او د همدې لپاره په ډنمارک کې تر لس میلیونه ډېر مینک څاروي ووژل شول.

منک وړو حیوان دی چې نژدې یو کیلوګرام وزن لري او تر نیم متر لږ اوږد وي.

د بارسلونا د ژوبڼ د زمریانو له ټوخي پرته نورې نښې له دوو اونیو وروسته ورکې شوې، خو په دې موده کې د ژوبڼ ډاکټرانو او کار کوونکو هڅه کوله چې دوی په کرونا اخته نه شي او چې کله به زمریانو ته ورنژدې کیدل شیشه اي ماسکونه به یې اغوستل او ځانونه به یې پټول.