چک، سلواک جمهوریتونو او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړه

د چک ملي بیرغ

له چک او سلواک جمهوریتونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د ودې په هدف دغو درېواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړه.

په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل، دوی دغه ګام د دولت د هغې تګلارې له مخې اوچت کړی چې غواړي له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې وغوړوي.

ښاغلی اریوبي وایي، ګډه خونه به د ختیځې اروپا له دې دواړو هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې شته ستونزې او خنډونه لېرې کړي: "د دې هدف دا دی چې څنګه د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې ټینګې او پیاوړې کړو، د چک دولت د دې کار تود هرکلی وکړ او وېي ویل، غواړو له افغانستان سره داسې اړیکې جوړې کړو چې پخوا مو درلودلې."

اریوبي وایي، دوی غواړي د افغانستان غالیو، وچې او تازه مېوې، کانونو او نورو صنعتونو لپاره چک او سلواک کې بازار پیدا کړي او برعکس د دغو هېوادونو له کمپنیو غواړي چې د افغانستان د برېښنا، کرنې او نورو سکټورونو په چارو کې همکاري وکړي.