له جرمني ۳۰ ایستل شوي پناه غوښتونکي کابل ته راورسېدل

ارشیف، له جرمني یو ایستل شوی افغان ځوان

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وایي ۳۰ تنه پناه غوښتونکي چې له جرمني ایستل شوي وو، په یوه الوتکه کې نن سهار کابل ته ورسېدل.

د جرمني د ډي پې اې خبري اژانس د راپور له مخې دا د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې د افغانانو ۳۴مه ډله ده چې جرمني یې بېرته افغانستان ته استوي.

جرمني تر اوسه ټول ټال ۹۳۷ افغانان چې په هغه هېواد کې یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه رد شوي، بېرته افغانستان ته استولي دي.

یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو بېرته خپل هېواد ته د افغانانو د استولو پروسه پیل کړې ده.

پرون چهارشنبه له اتریش او بلغاریا هم ۱۷ افغان کډوال په یوه الوتکه کې بېرته افغانستان ته واستول شول.