روغتیا نړیوال سازمان د کرونا د اصل معلومولو لپاره ووهان کې تحقیقات کوي

ارشیف، چین کې روغتیايي کارکوونکي

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د متخصصانو یوه ډله به د چین ووهان ښار ته راتلونکې میاشت سفر وکړي او د کرونا د اصل معلومولو لپاره به تحقیقات وکړي.

دې وبا تر اوسه په نړۍ کې تر یو میلیون او شپږ لکه ډېر کسان وژلي دي او تر ۷۳ میلیونه ډېر کسان پرې اخته شوي دي.

لاهم دې سؤالونو ته ځواب نه‌دی ویل شوی چې دا ویروس څرنګه پیدا شو او لومړی ځل څرنګه انسان ته انتقال شو.

په پیل کې داسې باور و چې کرونا ویروس د ووهان په یوه بازار کې له څارویو انسان ته انتقال شوی دی، خو اوس متخصصان په دې فکر دي چې دا ویروس په بازار کې ډېر زیات شوی دی.

داسې ګومان کېږي چې دا ویروس په اصل کې په اسمان څکالي کې و، خو هغه حیوان چې دا ویروس‌یې بیا انسان ته لېږدولی دی لا نه‌دی پېژندل شوی.

پیکنګ په دې برخه کې خپلواکو څېړنو ته زړه نه ښه کاوه، خو له میاشتو میاشتو خبرو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان د دې تحقیقاتو اجازه ترلاسه کړه.