د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر د ناڅرګنده تورونو په تور نیول شوی

علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی علي وزیر د ناڅرګنده تورونو په تور ونیول شو.

د پولیسو یوه افسر چې پرون‌یې په پېښور کې د علي وزیر د نیولو په پېښه کې حضور درلود ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی وزیر په کراچۍ کې د یوې قضیې په ارتباط توقیف شوی دی.

د شاهد خان په نوم دې افسر پرته له دې چې د دې تور په اړه نور څه ووایي، څرګنده کړه چې علي وزیر به کراچۍ ته واستول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې علي وزیر هغه وخت ونیول شو چې غوښتل یې د پېښور په یوه ښوونځي کې د ۱۵۰ کسانو د یوځایي وژلو د پېښې په شپږم تلین کې برخه واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین

منظور پښتین په ټویټر کې لیکلي دي چې "په پېښور کې د علي وزیر نیول د دولت له لوري د دوامداره ځپلو بله نښه ده".

علي وزیر په یوې وېډیو کې چې پرون‌یې خپره کړه ویلي دي چې پولیسو د ده مخه ونیوله چې پېښور ته داخل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ څو ورځې مخکې په کراچۍ کې یوه ولسي غونډه جوړه کړې وه.

د بشري حقونو نړیوالې ډلې وایي، د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوله‌ییزو غونډو مخه نیسي او پرته له څه دلیله د دې ډلې یو شمېر پېژندل شوي مشران نیسي او د پاکستان دننه د هغوی د سفرونو مخنیوی کوي.

کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ له دوو کلونو راهیسې د پښتنو د مدني حقونو لپاره هڅې پيل کړې دي.

دا غورځنګ تر ډېره له افغانستان سره څېرمه په پرتو قبایلي سیمو کې نفوذ لري، په هغو سیمو کې چې د پاکستان پوځ وایي، په وروستیو کلونو کې یې هلته د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره عملیات کړي دي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ له هغو طالبانو سره په همکارۍ تورنوي چې پوځ هغوی ښه طالبان ګڼي او دا وسله‌وال په افغانستان کې جګړه کوي بیا بېرته د پاکستان غرنیو سیمو ته ستنېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وروستیو غونډو کې په لسګونو زره کسانو برخه اخیستې ده چې په‌کې د پاکستان د پوځ دا چلند غندي چې له ۲۰۰۳ کال راپه دې خوا یې په زرګونه کسان وژلي او په ملیونونو یې بې‌کوره کړي دي.

شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ غواړي چې پوځ د تلاشۍ پوستې د دوی له سیمو لیرې کړي، بې‌دلیله خلک ونه‌نیسي او د خلکو له تري تم کېدو لاس په سر شي.

د پاکستان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره د همکارۍ تور رد کړی دی او وایي چې په زرګونه پوځیان له پاکستاني طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

اسلام‌اباد دا تور هم ردوي چې د دې هېواد استخبارات د خلکو په تري تم کېدو کې لاس لري.