پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، د دوی یو فعال علي وزیر د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په پېښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نېول کېدل " د دولت د جبري پالیسیو تسلسل دی".
د علی وزیر په پشاور کې د پولیس له خواه ګرفتاری د ریاست د جبر پالیسی تسلسل دائ.د خپلې خاورې د سولائیز ژوند د پاره به زمونږ مباریزه دوام لرید دې ناوړی عمل خلاف به تحریک خپله تګلاره اعلان کوی.#ReleaseAliWazir
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) December 16, 2020
د غورځنګ بل فعال محس داوړ لیکلي، علي وزیر پیښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي د برید پنځم کال مراسمو کې ګډون کړی و چې بېرته راتګ پر مهال نیول شوی دی.
Strongly condemn the arrest of @Aliwazirna50, PTM will give an appropriate response . It%27s infuriating that Ali was arrested for commemorating the APS massacre, while Taliban r getting a red carpet in Islamabad. Where is the anger? Why this silent shamelessness? #ReleaseAliWazir
— Mohsin Dawar (@mjdawar) December 16, 2020
داوړ لیکلي، د پاکستان حکومت د دې پر ځای چې پر ښوونځي برید کوونکي عدالت ته را کاږي، هغه غږونه غلي کوي چې د عدالت غوښتنه کوي.