غني روغتیا وزارت ته: روغتونونو کې دې د سړو خونو وړتیاوې لوړې شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

په افغانستان کې د کرونا د دویمې څپې د زیانونو او ستونزو د کمولو پر لارو چارو خبرې وشوې.

په دې اړه غونډه کې چې نن ارګ کې جوړه شوې وه، د یوناما، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان استازو افغان دولت ته دې برخو کې د مرستو ډاډ ورکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني له عامې روغتیا وزارت او همکارو موسسو نه یې وغوښتل چې په لومړي ګام کې ټولې وړتیاوې په روغتونونو کې د اکسیجن وسیلو په برابرولو متمرکزې کړي.

ښاغلي غني دغه راز ویلي، روغتونونو کې د سړو خونو وړتیاوې باید لوړې شي چې د کرونا واکسین د ساتنې او ویش چارې له خنډ سره مخ نه شي.

رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې تر اوسه نژدې پنځوس زره کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې دوه زره کسان ترې مړه شوي دي.

چارواکو بیا له دې وړاندې منلې چې غیر رسمي شمېرې له دې ډېرې لوړې دي.