د افغانستان له لسو ولایتونو د ۶۰ کسانو تر منځ ‎د بایسکل چلوونې سیالۍ

فدراسیون وایي چې دا سیالي د غوره لوبغاړو د پېژندنې او بیا په بهرنیو سیالیو کې یې لوبولو لپاره ترسره کېږي.

په کابل کې د سولې په نوم د لسګونو لوبغاړو تر منځ د بایسکل چلوونې سیالۍ پیل شوې.

‎‎دغه لوبغاړي به د چهارشنبې (د لېندۍ ۲۶مه) په ورځ له کابله تر جلال اباد پورې۱۴۰کیلو مټره واټن د بایسکلونو په وسیله ووهي او د سیالۍ اتل به معلوم کړي.

‎محمد حسن رضایي چې له میدان وردګو ولایت نه په دغو سیالیو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وایي، د دغه سیالۍ لپاره یې ښه چمتوالی نیولی دی.

دی زیاتوي: "ډېر تمرینونه مې ورته کړي چې ښه نتیجه واخلم، زما پیغام خلکو ته دا دی چې نشه یي توکو ته نه ووایي، ورزش وکړي، څو پرمختللی او سوله ییز افغانستان ولرو."

‎په دغه سیالۍ کې ۵۷ کلن حلیم صحتمند هم ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی. دی دوه پیغامه لري: " یو پیغام مې هېوادوالو ته دا دی چې له بایسکله زیاته ګټه واخلي، څو وخت یې هم ضایع نه شي، اقتصاد یې پیاوړی شي او د ښه صحت څښتن وي، دویم پیغام مې سوله ده دا څلوېښت کلنه جګړه نوره بس ده."

کابل کې د ملالۍ جام په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ

‎د افغانستان د بایسکل چلوونې فدراسیون وایي چې دا سیالي د غوره لوبغاړو د پېژندنې او بیا په بهرنیو سیالیو کې یې لوبولو لپاره ترسره کېږي.

‎د دغه فدراسیون مشر فضلی احمد فضلي وویل چې له ګډون کوونکو لوبغاړو څخه به لس غوره بایسکل چلوونکي انتخاب شي.

‎دی وايي: "د نننۍ سیالۍ هدف د بایسکل چلوونې او ورزش پیاوړتیا ده، په دغو سیالیو سره به نړیوالو سیالیو لپاره چمتوالی ونیول شي چې د سولې راتګ او د جګړې پای دی."

‎د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وایي چې تر دې مخکې په کابل کې د (ملالۍ جام) او (د سولې سفر جام) په نوم هم د بایسکیل چلولو سیالۍ تر سره شوي چې نجونو هم په کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو.

‎د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه شان د لسګونو لوبغاړو په ګډون چې نجونې او ښځې هم په کې وې په بامیانو او کاپیسا ولایتونو کې هم د بایسکل چلوونې سیالۍ شوي دي.

‎د بایسکل چلونې فدراسیون وايي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به په کندهار ولایت کې هم د غوره څېرو د پېژندنې په هدف د بایسکل چلوونکې سیالۍ ترسره شي.