لیبیا کې له بهرنیو جنګیالیو د امنیت شورا غوښتنه: له دغه هېواده ووځئ

لیبیا کې وسله‌وال جنګیالي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لیبیا کې له دېره بهرنیو جنګیالیو وغوښتل چې له دغه هېواده ووځي.

د امنیت شورا دا اعلامیه د روسیې ملاتړ هم لري.

روسیه په خپله په دې تورنه ده چې له پوځي قراردادیانو سره مرسته کوي څو لیبیا ته جنګیالي واستوي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې ټول بهرني او ګمارل شوي قراردادي جنګیالي دې د ملګرو ملتونو له‌خوا د اکټوبر ۲۳مې رامنځته شوي اوربند په اساس له لیبیا ووځي.

د اوربند د تړون له مخې باید په درېیو میاشتو کې بهرني جنګیالي لیبیا پرېږدي.

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو سرپرست استازې سټیفاني ویلیمز د دې میاشتې په سر کې ویلي و چې څه باندې ۲۰ زره جنګیالي لا هم په لیبیا کې شته.

روسیه تورنه ده چې په لیبیا کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخه‌من حکومت پر ضد د ګمارل شویو جنګیالیو ملاتړ کوي.