کابل او کاپیسا کې چاودنو یو تن وژلی او درې نور یې ټپیان کړي

ارشیف، کابل کې چاودنه

په کابل او څنګ لوري ولایت کاپیسا کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې یو تن وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

کابل کې د امنیه قومhندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه پنجصد فامیلیو سیمه کې نن سهار پر یوه هایلکس موټر وشوه چې دوه تنه‌یې ټپیان کړل.

د دغو ټپیانو هویت لا معلوم نه‌دی.

کاپیسا کې د پولیسو ویاند شایق شورش وایي، مقناطیسي ماین د پولیسو پر موټر چاودلی دی چې یو تن‌یې وژلی او یو بل‌یې ژوبل کړی دی.

د ده په خبره دغه کسان نن سهار ۹ بجې له پروانه کاپیسا ته پر لاره و چې د بګرام ولسوالۍ اړوندو سیمو کې یې پر موټر نښلول شوی ماین وچاودېد.

د دواړو پېښو مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی.