پومپیو: روسیه د مدیترانې ثبات ته د خطر پېښولو چارو ته دوام ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر روسیې انتقاد وکړ چې د مدیترانې ثبات ته د خطر پېښولو چارو ته دوام ورکوي.

مایک پومپیو پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، روسیه هڅه کوي چې د سیمې د شااوخوا په پرتو هېوادونو کې بلوا، شخړو او بېلتون ته لمن ووهي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د هغو مخکېنیو څرګندونو په ځواب کې وکړې چې پر امریکا یې په سیمه کې د سیاسي لوبې د پر مخ بیولو تور لګولی و.

مایک پومپیو په اعلامیه کې ویلي، لاوروف بیا واقعیتونه ناسم درک کوي او هڅه کوي چې تاریخ له سره ولیکي.

ښاغلي پومپیو په لیبیا، سوریه او د مدیترانې په شااوخوا نورو هېوادونو کې د روسیې کړنې وغندلې.

په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې له‌خوا د اوکراین د کریمیا ټاپووزمې د الحاق او ځینو نورو مسایلو له کبله د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې د سړې جګړې د وخت په څېر ترینګلې شوې دي.