ملا عبدالغني برادر د طالبانو د یوه هیئت په مشرۍ پاکستان ته روان شو

ارشیف، پاکستان کې ته د طالبانو د قطر دفتر د غړو تېر سفر

د طالبانو سیاسي دفتر وايي د دغه دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د طالبانو د یوه هیئت په مشرۍ پاکستان ته روان شو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه په ټویټر کې لیکلي چې په دې سفر کې به د دوی هیئت د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وګوري.

د دولت او طالبانو ترمنځ هغه مذاکرې چې د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شوې وې، د ۲۰ ورځو لپاره ځنډول شوې دي.

د دولت هیئت د نورو سلا مشورو لپاره پرون کابل ته ستون شو.