ارګ: مات شوي دښمن د کابل مرستیال والي وواژه

ارګ ماڼۍ

ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان له ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې مات شوي دښمن نن د کابل په نهمه ناحیه کې د کابل مرستیال والي محبوب اله محبي وواژه.

ولسمشر غني د دې برید د غندلو پر مهال په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبان د افغان ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې د دایمي اوربند نه منلو او د دوحې له تړون وروسته د بریدونو او چاودنو د زیاتېدو له مسوولیت څخه خپلې اوږې نه شي سپکولی.

کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.