پکتیکاوال: مرکزي اداره دې د 'پلتو بند' پروژه په خپل وخت بشپړه کړي

د پلتو بند پرانیسته

د پکتیکا اوسیدونکي وایي، د دې ولایت ځايي اداره او مرکزي حکومت دې د 'پلتو بند' پروژه له ډیزاین سره سمه په ښه کیفیت په خپل وخت بشپړه کړي.

دوی وایي، له دې ولایت سره د لویو پروژو په بشپړېدو کې ډېرې ژمنې شوي، خو کالونه وروسته یې لا هم دجوړیدو چارې نه دي پیل شوي.

ددې ولایت یو شمېر مدني فعالان او اوسیدونکي که له یوې خوا په دې ولایت کې له کلونو غوښتنو وروسته د 'پلتو بند' د چارو پیلېدو ته خوشاله او هیله من دي، له بلې خوا په ځایي او مرکزي ادارو غږ کوي چې د لویو پروژو چارې په ښه کیفیت او په وخت د پروژې له ډيزاین سره سمې بشپړې کړي.

دوی وایي، حکومت له دې هم د پکتیکا له خلکو سره په نورو برخو کې هم ګڼې ژمنې کړي، خو لا یې هم د پیلیدو څرک نه لیدل کېږي.

مدني فعال احسان الله احسان وایي: "یوازې په دې بسنه ونشي چې بند پرانېسته وشوه، عملي چارې یې هم ولس ژر غواړي او دا چارې باید په ښه کیفیت داسې ترسره شي، څنګه چې په قرارداد کې، ډیزاین کې راغلي دي باید هماغسې بودیجه مصرف شي."

په افغانستان کې د پراختیایې چارو مشر عبدالرحمن اتاش د دې پروژې د جوړېدو په اړه د خلکو غوښتنې او وړاندیزونو ته په پام وویل چې دوی به هڅه وکړي یاده پروژه په کم وخت کې په ښه کیفیت ترسره کړي.

ښاغلي اتاش زیاته کړه: "موږ دا پروژه د درېیو اهدافو لپاره پیلوو، لومړۍ هدف مو دا دی چې دا پروژه باید اقتصادي تمامه شي، دوهم هدف مو دا دی چې په کم وخت کې دا پروژه سرته ورسوو او درېیم هدف مو دا دی چې دا پروژه په ښه کیفیت بشپړه کړو، نه دا چې خدای ناخواسته مصرف وکړو خو ګټه یې نه وي."

د افغانستان په نقشه کې د پکتیکا ولایت

دغه بند چې عملي چارې به یې هم ژر پیل شي، په جوړېدو یې ۱،۳۴ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې په د درېیو کالونو کې به بشپړ شي.

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنی هم مني چې د پلتو بند پروژه له کلونو وروسته پیل شوه، نوموړي د دغې پروژې د پرانېستلو لپاره له مرکزه راغلي پلاوي ته پخوانۍ هغه ژمنې هم وریادې کړي چې افغان ولسمشر او د مرکز کابل په کچه یو شمېر ادارو له دې ولایت سره کړي وې او د ژر عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي وویل: "زموږ هیله دا وه چې دا پروژه لس کاله مخکې دلته جوړه او تکمیل شوې وای، نن به پکتیکا د غله جاتو او میوو زېرمه وای، خو دا چې نن وشو، هم ډېر ښه ګام دی، د سیمه ییز ارګانونو د لوی رئیس څخه مې غوښتنه دا ده چې د پکتیکا د خلکو غوښتنې تر ولسمشره پورې ورسوي."

د پلتو بند د چارو پیلیدا که له یوې خوا بې روزګاره کسانو ته کار پیدا کوې، له بلې خوا ددې پروژې له تکمیل وروسته به د دې ولایت د بېلابېلو سیمو ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي چې دا کار به د پکتیکا د خلکو په کرنه او اقتصاد ښه اغېز وکړي.