سرګي لاوروف نن د بوسنیا هرزګوېنا د درې اړخیزې ادارې له استازو سره ګوري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پام کې لري نن د بوسنیا هرزګوېنا د درې اړخیزې ادارې له ټولو درېیو استازو سره وګوري.

نن بوسنیا ته د لاوروف دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

نوموړی به د دغو لیدنو ترڅنګ له خپل بوسنیایي سیال بیسرا تورکویچ سره هم وګوري او بیا به په یوه خبري غونډه کې برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغې موافقې د کلیزې په مناسبت بوسنیا ته سفر کړی چې د ۱۹۹۵ کال د ډسمبر پر ۱۴مه لاسلیک شو او ورسره د دې هېواد څلور کلنې جګړې ختمې شوې.

لاوروف ویلي چې د «Dayton» ډې ټون په نوم دا موافقه باید په هېڅ ډول بدله نه‌شي.

دا خبرې یې د هغو لوېدیځو ډیپلوماتانو او بوسنیایي سیاستوالو څرګندونو ته په اشارې کړي چې وایي د بوسنیا د پرمختګ او په دې هېواد کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره بدلونونو ته اړتیا ده.

لاوروف ویلي چې د دې موافقې د بدلون لپاره هر ډول هڅه کولای شي جدي خطرونه او عواقب ولري.

په تېرو ۱۵ کلونو کې داسې انتقادونه شوي چې ګواکې دا موافقه د اساسي قانون رول لوبوي. ډېری وایي دا هېواد نویو اساسي قوانینو ته اړتیا لري چې ورسره په بوسنیا کې اصلاحاتو ته زمینه برابره کړي.