ننګرهار کې ۹ کسان د نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق په تور په بند محکوم شول

ارشیف

په ننګرهار کې ۹ کسان، د نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق په تور له یوه څخه تر څلورو کلونو بند محکوم شول.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، په پرونۍ محاکمه کې د مؤظف څارنوال ترڅنګ، د تورنو مدافع وکیلان او عامو خلکو ګډون کړی و.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "۹ تنه د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاقو په قضیه کې له یوه څخه تر څلورو کلونو پورې د تنفیذي بند په سزا او نقدي جریمې محکوم شول."

قضايي هیئت ویلي چې د تورنو کسانو په اړه دا پرېکړه نهايي نه‌ده او دوی کولای شي د تمیز غوښتنه وکړي.