خلیلزاد: هیله ده د سولې مذاکرې د جنورۍ پر پنځمه بېرته پیل شي

زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وایي، هیله‌من دی چې د سولې مذاکرې د جنورۍ پر پنځمه بېرته پیل شي.

د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ په مذاکره کې د ۲۰ ورځو لپاره وقفه راغلې ده.

زلمي خلیلزاد پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په‌کار ده، په مذاکرو کې ځنډ رانه‌شي او هغسې چې موافقه شوې د جنورۍ پر پنځمه له سره پیل شي.

د دولت مذاکره کوونکي هیئت ویلي، نن کابل ته رسېږي چې له سیاسي قشر او حکومتي مشرانو سره به د اصلي مذاکرو په اړه سلا مشوره وکړي.

په قطر کې دغه مذاکرې د سپټمبر له ۱۲مې روانې وې چې دواړه مذاکره کوونکو د اصلي مذاکرو پر کړنلار او مقدمې د ډسمبر میاشتې پر دوهمه موافقه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني پېشنهاد کړی چې د دغو مذاکرو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې دننه تعقیب شي.