د امریکا الکټرول کالجونه نن جو بایډن رسماً راتلونکی ولسمشر غوره کوي

جو بایډن

الکټرول کالجونه یا انتخاباتي هیئتونه نن د امریکا په ټولو ایالتونو کې راغونډېږي چې د نومبر د درېیمې د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو ګټونکی جو بایډن رسماً د امریکا د متحده ایالاتو راتلونکی ولسمشر غوره کړي.

د دوی نتیجې به واشنګټن ته استول کېږي او د جنورۍ په ۶مه به د کانګرس د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس به هم په‌کې حاضر وي، شمېرل کېږي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې ولسمشر باید د الکټرول کالج په اکثریت رایو چې ورته د ۲۷۰ رایو حد ټاکل شوی، وټاکل شي.

که هېڅ یو کاندید اکثریت رایې ونه‌ګټي د استازو جرګه پرېکړه کوي.

بایډن پر خپل سیال ډونالد ټرمپ له اوو میلیون زیاتې رایې ګټلي، خو د خلکو رایې د ولسمشر په بریالیتوب کې رول نه‌لري. تر اوسه پنځه ولسمشران داسې ټاکل شوي چې سیالانو یې د خلکو ډېرې رایې ګټلې وې.

وروستۍ بېلګه‌یې هم ډونالد ټرمپ دی چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ډیموکراټ سیالې هېلري کلنټن د خلکو ډېرې رایې ګټلې وې.

د روان کال په انتخاباتو کې د الکټرول کالج رایو ته ډېره پاملرنه ځکه اوښتې چې اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتو د نتیجې له منلو ډډه کړې او د درغلۍ په اړه‌یې بې‌بنسټه ادعاوو ته دوام ورکړی دی.

منتخب ولسمشر جو بایډن په پام کې لري چې نن د الکټرول کالج له رایو وروسته ملت ته وینا وکړي.