هېواد: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې موټربم چاودنې مهم پُل هم ویجاړ کړ

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ملکي مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو او د اصلاحاتو په نوم ادارو کې د نویو کسانو د مقرریو د مسئلې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ملکي مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو په تړاو لیکلي چې دا یو ښکاره او نه‌بخښونکی جنایت دی.

وړاندې په سرمقاله کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وړمې شپې هوايي برید ته په اشارې سره چې د ورځپاڼې له قوله ۱۱ ملکیان په‌کې وژل شوي راغلي، په تېرو ١٩ کلنو جګړو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې چې د سرمقاله لیکونکي په خبره، دې چارې له امنیت سره هېڅ مرسته نه‌ده کړې، بلکې د دولت او خلکو ترمنځ‌یې واټن لا زیات کړی او له کبله‌یې وسله‌وال طالبان لا زیات پیاوړي شوي دي.

مسیر لیکلي، د هوايي بریدونو تګلاره او بیا هغه هم په داسې حال کې چې په هغه سیمه کې جګړه نه‌وي، یوه ناکامه، ناکاره او ناسمه تګلاره ده چې نه‌یوازې کومه مثبته ګټه نه‌لري، بلکې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل کېږي.

لیکوال د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی که څوک رښتیا هم د ولس خبره کوي، د ولس خوشحالي او حق غواړي او ځان د ولس د ارادې ممثل ګڼي، نو نه‌یوازې باید ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله وانه‌ړوي، بلکې د هغوی په خوندیتوب کې هڅې وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په جګړه کې ملکیانو ته د تاوانونو د اوښتلو په اړه لیکلي دي.

وړاندې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې موټربم چاودنې ته اشاره شوې راغلي چې د چاودنې پر مهال د دغې ولسوالۍ مهم پُل هم ویجاړ شو او دغه ولسوالي يې له مرکز بېله کړه.

لیکوال لیکلي، دغه پُل د ارغنداب پر سیند جوړ شوی چې ارغنداب ولسوالي يې له کندهار ښار سره نښلولې وه او ځايي خلکو د خپلو ټولو اړتياوو د پوره کولو او کندهار ښار ته د خپلو کرنيزو محصولاتو د رسولو لپاره پر ياد پُل تګ او راتګ کاوه.

لیکوال ټینګار کړی چې افغان ولس، حکومت، نړيواله ټولنه او د ملګرو ملتونو په شمول ټول نړيوال سازمانونه مسؤليت لري چې دا جګړه ختمه او مخنيوی يې وکړي، ځکه افغانان هم د نورو ملتونو په څېر د سوله‌ييز او پرمختللي ژوند حق لري او دا حق‌يې بايد خوندي کړای شي!

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په ځینو ادارو کې د اصلاحاتو په نوم د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ګوښه کول د اندېښنې وړ بللې لیکلي چې دا بدلونونه د اصلاحاتو پر ځای تر ډېره سلیقوي چلند ته زمینه برابروي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا تېرو تجربو په ګوته کړې چې دا ډول اصلاحاتو هېڅ کومه ګټه نه‌ده کړې او تر ډېره هدف دا دی چې وزیران او رئیسان د خپلې خوښې کسان وګماري.

ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې افغان حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې د بې‌کارۍ او د بې‌وزلۍ کچه مخ په لوړېدو ده.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی که له ادارو د کارکوونکو د لیرې کېدو لړۍ دوام وکړي دا به د اصلاحاتو پر ځای پراخ فساد ته زمینه برابره کړي.