د الیاس داعي له وژل کېدو وروسته هلمند کې د خبریالانو اندېښنې زیاتې شوي

هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي

په هلمند کې د خبریالانو د ملاتړ یوه ډله وايي د محمد الیاس داعي تر وژل کېدو وروسته د کورنیو او بهرنیو رسنیو خبریالان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

په هلمند کې د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر زین‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، د جګړې ښکېل لوري دې د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي: ​"دوی په وهم او بېره کې دي، ځیني یې تهدید شوي هم دي. موږ نه‌پوهېږو چې ایا دا د جګړې د ښکېلو لورو یعنې حکومت او بل لوري غوښتنه دغه ده، که څنګه؟ باید دواړه لوري باید خبریالانو ته د کار زمینه برابره کړي او ډاډ دې ورکړي چې خبریالانو ته ستونزه نه‌شته."

په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو یوه میاشت پوره شوه.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت وايي د دې وژنې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی دی، خو ښاغلی ستانکزی ادعا کوي چې دغه مشکوک تن د بلې قضیې په تړاو نیول شوی او اعترافات‌یې ښايي ډېر د باور وړ نه‌وي.