جرمني کې د کرونا له زیاتېدو سره تازه محدودیتونه او ټولبند لګول کېږي

ارشیف، جرمني کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لېږدولو لپاره پر یوه واټ ولاړ امبولانس او روغتیايي کارکوونکي

په جرمني کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره سم، له راروانې چهارشنبې تازه محدودیتونه او ټولبند لګول کېږي.

له دکانونو پرته به نور تجارتونه له راروانې چهارشنبې د جنورۍ میاشتې تر ۱۰مې نېټې تړلي وي.

صدراعظمې انګلا مېرکل پرون له خلکو د احتیاط غوښتنه وکړه: "له ټولو خلکو غواړم، که د نورو کورونو کسان خپل کور ته د کرسمس لپاره درغواړئ، هیله ده وروسته د خوندیتوب د اوونۍ په توګه تر ممکنه حده د اوو ورځو لپاره له نورو کسانو سره تماس کم کړئ."

د ټولبند او محدودیتونو پر مهال به په ښوونځیو او د ورځنیو څارنو په نورو مرکزونو کې د خلکو ترمنځ جسمي فاصله هم مراعاتېږي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د ارقامو له مخې په جرمني کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو ملیون او درې لکو اوښتی دی.