کندهار کې عبدالصمد ادعا کوي چې افغان ځواکونو یې د کورنۍ ۱۱ غړي وژلي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی ادعا کوي چې تېره شپه د دغه ولسوالۍ په دې سبزي کلي د افغان ځواکونو په بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي.

د دې ولسوالۍ یو تن عبدالصمد ادعا کوي چې تېره شپه افغان ځواکونو په خپل هوايي برید کې د ده کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ غړي وژلي دي.

دی وايي: "لس بجې وې چې درې بمونه یې راوغورځول، دوی تر سهاره تر خاورو لاندې وو، موږ د الوتکو له ویرې ور نژدې کېدای نه شو ، ټول ۱۱ کسان دي چې درې یې ښځې دي."

بل خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي، دغه ملکي کسان په هوايي بمبار کې نه، بلکې د وسله والو طالبانو په موټر بم برید کې وژل شوي دي.

د کندهار د امنیت امر فرید مشعل رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې وسله والو طالبانو دغه موټر بم د ارغنداب پر سیند د یوه پله د تخریب لپاره لېږداوه چې چاودنه یې کړې.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ

ښاغلي مشعل زیاته کړه: "ماښام وسله والو طالبانو یوه عراده ټانک چې غوښتل یې هغه پُل چې دوه ورځې مخکې یې انفجار ورکړی وو، نورې برخې یې هم ورته تخریب کړي، زموږ بې ګناه خلک ماشومان خویندې هغه د دې ټانک په انفجار کې چې انتقالاوه یې د منځه ولاړل."

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوي یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې خلکو غوښتل د وژل شویو ملکي وګړو جسدونه کندهار ښار ته راوړي، خو پولیسو یې ښار ته د راتګ مخه نیولې.

د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د تېرو دو میاشتو راهیسې جګړې روانې دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په دغه ولسوالیو کې د ۷ ځان وژونکو برید کوونکو په ګډون یې ۵۱ وسله وال طالبان وژلي دي.

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ادعا کړې چې په ارغنداب ولسوالۍ کې په هوايي برید کې وژل شوي کسان ملکیان دي.دوی دغه برید غندلی او د غچ اخېستلو ادعا یې کړې.