د کندز ځینې اوسېدونکي: د انسان تښتونو له وېرې ماشومان ښوونځیو ته نه استوو

د کندز ښار یوه څنډه، عکس تئزیني بڼه لري

کندز کې انسان تښتونې او د نورو جنايي جرمونو زیاتېدو خلک اندېښمن کړي، په دې ولایت کې یوازې په وروستۍ اوونۍ کې لږ تر لږه څلور تنه د انسان تښونکو له خوا تښتول شوي. همدارنګه په دې موده کې د غلا او نورو جنايي جرمونه لسګونه پېښې هم رامنځ ته شوي.

د کندز ښار یو اوسیدونکی ایمل منګل وايي، یو شمېر کسان د انسان تښونکو له ویرې خپل ماشومان ښوونځیو ته نه استوي: "د ناامنیو ترڅنګ انسان تښتونه او انسان وژنه دلته په کندز کې یوعامه خبره ګرځېدلې ده. په دې ټول افغان ولس پوهېږي، ان په ځینو نورو سیمو کې خلک ( که مرګ غواړې کندز ته ولاړ شه) اصطلاح کاروي. په رېښتیا د کندز وضعیت ښه نه دی. په کراتو دغه پېښې تکرار شوي دي. خو ولې چارواکي دې ستونزنو ته پاملرنه نه کوي؟"

د کندز ځینو اوسیدونکو زیاته کړه چې د انسان تښتونکیو له ویرې یو شمېر کسان له کندزه کډه کېدو ته اړ شوي، په ځانګړې توګه سوداګر او پانګوال، د تښتونې له ویرې کندز کې نه پاتې کیږي.

هاخوا د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي بیا ازادي راډیو ته وویل، تېره یوه میاشت کې د دې ولایت مرکز کې د پولیسو له خوا ۶۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

مرادي زیاته کړه: "په دې وروستیو کې چې د یو زرګر زوی تښتولی شوی، په تړاو یې یو تن نیول شوی او دغه راز د انسان تښتونکو او د مجرمینو د نیولو په تړاو د کندز د امنیې قوماندانۍ د پولیسو هڅې دوام لري."

په کندز کې هغه کورنۍ چې غړي یې د انسان تښتونکو له خوا تښتول شوي، له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي.