د ډونالد ټرمپ زرګونه پلویانو د امریکا په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې

امریکا کې د ډونالد ټرمپ په ملاتړ مظاهرې

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ زرګونه پلویانو پرون د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې.

په واشنګټن او نورو ښارونو کې مظاهره‌چیانو د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر پایلو اعتراض وکړ.

د واشنګټن د تېر ماښام په مظاهره کې د مظاهره‌چیانو او د مظاهرې د مخالفانو ترمنځ شخړه وشوه.

دا مظاهرې په داسې حال کې وشوې چې ټاکل شوې ده الکټرول کالجونه د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د جو بایډن د رسمي اعلانولو لپاره دوه ورځې وروسته غونډه وکړي.