امریکا کې سر له سبا د کرونا ضد واکسین تطبیقېږي

د فایزر او بیو اېن ټیک کمپنۍ له لوري د کرونا ویروس ضد جوړ شوی واکسین

د امریکا متحده ایالاتو کې سر له سبا دوشنبې د کرونا پر ضد د فایزر او بیو اېن ټیک کمپنۍ له لوري جوړ شوی واکسین خلکو ته ورکول کېږي.

د متحده ایالاتو د کرونا د ځانګړې کمېټې مسؤل جنرال ګوستاو پرنا پرون (شنبه) وویل، په لومړي پړاو کې به د کرونا واکسین ۲ میلیونه او ۹ لکه روغتیايي کارکوونکو او زړو ته ورکړل شي.

ده په عین حال کې وویل چې له چمتووالي سره سره د ۳۳۰ میلیون دوزه واکسین د وېش او تزریق چارې له لوژستیکي ستونزو سره مخامخ دي.

د فایزر او بیو اېن ټیک د کمپنیو د واکسین یوه ځانګړتیا چې په پراخه پیمانه د دغه واکسین توزېع له مشکل سره مخامخوي، دا ده چې باید منفي ۷۰ درجې سوړ وساتل شي.

د امریکا د درملو او خوراکي موادو ادارې د جمعې په ورځ دې واکسین ته د استفادې جواز ورکړ.